د سالنګونو لويې لارې د دريمې برخې د اساسي بیارغونې کار پیل شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۱۲:۷
د سالنګونو لويې لارې د دريمې برخې د اساسي بیارغونې کار پیل شو

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، پروان او بغلان ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې؛ د سالنګونو لويې لارې د دريمې برخې د اساسي بیارغونې چارې، د بغلان ولایت د والي د مرستيال محترم مولوي حمدالله مبارک، د سالنګونو دساتنې اوڅارنې رئیس، د خنجان او دوشي ولسواليو د محترمو ولسوالانو، د پروژي تخنيکي مسؤل، د قراردادي شرکت مسؤلانو او يو شمېر سېمه ایزو مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.

د سړک دغه برخه دخنجان ولسوالۍ څخه پیل تر دوشي ولسوالۍ پورې ۲۱.۳ کيلومتره اوږدوالی، ۷ متره پلنوالی او ۳ متره شولډرونه( د سړک غاړې) لري، چې په اوږدو کې يې مصنوعي ساختمانونه، د ځینو پلونو او پلګوټو ترمیم، د سړک غاړې کانکريټي لښتي او استنادي ديوالونو د ترميم او بیا رغونې کار پکې شامل دی، د اساسي بیارغونې کار يې د ټولګټو وزارت لخوا له ميرودان او قادر کاروان ودانیز او سړک جوړونې شرکتونو سره  قرار داد شوی.

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په دغه سفر کې د سالنګونو لويې لارې د تونل او ۱۶ ګالرۍ له رغنیزو چارو څخه هم ليدنه وکړه، د پروژې او قرار دادي شرکت مسؤلانو ته يې د کار په چټکتيا، غوره کيفيت او په ټاکلي وخت د کار د بشپړولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

د يادونې وړ ده، چې د دغې لويې لارې د اساسي رغونې د کار  په بشپړيدو سره به د د هېواد شمالي ولايتونو ته د تجارتي توکو په انتقال او د مسافراینو په تګ راتګه کې د پام وړ اسانتياوې رامنځته شي. 
 

...

2 کلونه 3 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۳:۳۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې د درېیمې برخې د درېیمې طبقې د آسفالټ چارې د میدان وردګ ولایت اړوند جریان لري

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند درېیمه برخه چې ۱۷.۶ کیلومتره اوږدوالی لري د سیدآباد ولسوالۍ څخه تر زرني سیمې پورې رسیږي د سب بیس، بیس کورس، ATB، بیندرکورس طبقو د بیارغونې چارې تیر کال. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۸:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت تخنکي مرستیال محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح د سالنګونو لویې لارې اړوند د جنوبي سالنګ،  شمالي سالنګ، دوشي – خنجان برخو او د دوشي – بامیان بدیل سړک له کاري بهیر او د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۴:۲۵
Background image

ټولګټو وزارت د کندهار - دايکنډي او باميان - دايکنډي په عمومي مسيرونو کې د ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو ترمیماتي پروژو چارې پيل کړې

د دايکنډي ولايت اړوند د لادوگگ تپې د ۳ کیلومتره سړک د جغل اچولو پروژه، چې ۱۱ پایې پلچکونه هم پکښې شامل دي؛ د (۴۳۰۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت او د ياد ولایت د شهرستان ولسوالۍ اړوند د ۲۰ کیلوم. . .

BACK TO NEWS