د هېواد یو شمېر لویې لارې او سړکونه چې د تیرو ورځو د واورې ورښتونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوي وو دا مهال پاک کاري شول
سالنګونه: یاده لویه لار د واورې تیز اورښت، طوفان او دید ساحې د محدودیت له امله وړمه شپه د شپې ۸:۳۰ بجې د وسایطو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه چې له نیکه مرغه نن د سهار ۵:۰۰ بجې د کوچنیو او لویو مسافر وړونکو وسایطو پرمخ پرانیستل شوه.
همدا رنګه؛ د غور، دایکندي، بامیان او بادغیس ولایتونو یو شمېر مسیرونه چې د تیرو ورځو د واورې ورښتونو، طوفان او باد کویې له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوي وو د ټولګټو وزارت د ولایتي پرسونل په شپه او ورځ هڅو پاک کاري او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شول.
دغه راز د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د فاریاب ولات د میمنه – کوهستان ولسوالۍ مسیر او د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ مسیر د طوفان، بادکویه او ورښتونو له امله د ترافیکو پرمخ تړلي دي خو د پاکولو هڅې یې جریان لري.
د یادونې وړ ده چې د ټو ګټو وزارت تل هڅه کوي چې د هېواد والو د هوسا او ډاډمن تګ را تګ په موخه لویې لارې او سړکونه پاک کاري کړي.