داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

ashraf_admin
داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

Publish Date

Closing Date

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې (د لوګر ولایت مرکز – بابوس، شولک – دوغ آباد – الوزي او د میدان وردګ ولایت د تنګي درې اړوند د قلعه امیر دویم لاټ سړک چې 14.132 کیلو متره اوږدوالی لري د سړک د بلت ډیزان پروژې) د داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي او د شرط پاڼې سافت او تخنیکي اسناد دې د ټولګټو وزارت تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي او خپل آفرونه دې د درج شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل له مخې  په تړل شوې بڼه د اعلان د نشر(21/03/1403) له نیټې د سهار تر 00 :10 بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست چې د ملالۍ واټ، د پخوانیو کورنیو چارو وزارت، د احصائې ملي ادارې ته څیرمه موقعیت لري، وړاندې کړي. وروسته رسیدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د ګرنټۍ په توګه،( 7,600,000) افغانۍ بانکي حساب دی او د آفر د پرانیستلو غونډه په (21/03/1403 ) نېټه د سهار (00 :10) بجې د ټولګټو وزارت په دریم پوړ کې د ریاست دفتر د غونډو په تالار کې ترسره کیږي.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

...

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۴:۲۱
Background image

د داوطلبۍ د بلنې خبرتیا

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د دشت ارچي – کندز د پاتې برخې 626.44+19 کیلومتره سړک د قیر اچونې په پروسه کې د ګډون وکړي، د شرطپاڼې سافټ کاپي او د پروژې . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۴:۱۲
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمت الله علیه زیارت ته د تلونکي 7.8 کیلومتره سړک د اړتیا وړ نرخونو ټاکلو منبع په . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

د 1403 هـ.ش. کال لپاره د آقينې - آندخوی او تورغونډۍ سټيشنونو د روسازۍ، ساتنې او څارنې آړوند وسايل چمتو کول. ټولګټو وزارت ټولو درنو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې (د 1403 هـ.ش. کال لپاره د آقينې-

ټولګټو وزارت ټولو درنو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې (د  1403 هـ.ش. کال لپاره د آقينې-آندخوی او تورغونډۍ سټيشنونو د روسازۍ، ساتنې او څارنې آړوند وسايلو د چمتو کولو) پروژه کې چې د (MOPW . . .

Back to tenders