د ټولګټو سرپرست وزیر میدان وردګو ولایت ته د کابل-کندهار لويې لارې پروژې د آرزونې په موخه سفر وکړ

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۸:۱۰
سرپرست وزارت فواید عامه به منظور بازدید پروژه کابل-کندهار به ولایت میدان وردک سفر نمود

د ټولګټو سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني ددغه وزارت اړوند د یو شمیر رئیسانو په ملتیا میدان وردګو ولایت ته سفر وکړ او د شپې ناوخته يې د سيد آباد ولسوالۍ اړوند د شيخ آباد په سيمه کې د پروژې د کار له جریان څخه لیدنه وکړه. 
نوموړي د میدان وردګو ولایت د شیخ اباد پُل په ساحه کې تخنيکي او کاري ټیم ته لارښوونه وکړه، دا چې خلک او مسافرين پر بديله لاره د ګڼو ستونزو سره مخ دي، نو په همدې اساس باید تخنيکي او کاري ټيم هڅه وکړي، چې د ټولګټو وزارت د خبرتيا له مخې دا برخه په دوو کاري ورځو کې بشپړه کړي.
ددې ترڅنګ د ټولګټو سرپرست وزیر د کابل-کندهار لويې لارې د کابل-غزني برخو څخه هم ليدنه وکړه او تخنیکي او کاري ټیمونو ته يې لازم هدایات ورکړل، ترڅو ددې برخې د بیارغونې چارې په چټکۍ او پر وخت تکمیل کړي.
د یادونې وړ ده، د کابل-کندهار لويه لاره د چټکي بيارغونې او بشپړېدو په موخه ګڼو ساختماني شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوې ده.
 

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS