پنجشير، کونړ او نورستان ولايتونو کې د وروستيو سېلابونو له امله د زيانمن شويو سړکونو د پاکولو چارې ترسره شوي او ياد مسيرونه د ټرافيکو پرمخ خلاص دي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۶ - ۱۵:۴۶
پنجشير، کونړ او نورستان ولايتونو کې د وروستيو سېلابونو له امله د زيانمن شويو سړکونو د پاکولو چارې ترسره شوي او ياد مسيرونه د ټرافيکو پرمخ خلاص دي

د پنجشير، کونړ او نورستان ولايتونو د ټولګټو رياستونو لخوا د ځينو نورو ادارو سره په همکارۍ او همږغۍ د اړوند ماشينرۍ او پرسونل پرمټ د وروستيو سېلابونو راوتلو له امله د سړکونو د زيانمن شويو برخو د پاکولو چارې ترسره شوي او دامهال د ټرافيکو پرمخ پرانيستل شوي دي.
د پنجشير ولايت د شتل او عنابه ولسواليو په ځينو برخو کې د وروستيو تېزو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي وو، چې د يادو ولسواليو په ځينو نښلونکو مسيرونو کې رسوبي مواد د سړکونو سطحې ته راپورته شوي او د موټرونو تګ-راتګ يې د ستونزو سره مخ کړی وو.
د کونړ ولايت اړوند د کونړ-نورستان عمومي سړک د قمچې په سيمه کې د تېز اورښت او سېلاب له امله تخريب شوی و، چې دغه عمومي لاره د ټرافيکو پرمخ بنده شوې وه.
دغه راز د نورستان ولايت اړوند د واما ولسوالۍ د کلیګل سيمې په پنځو برخو کې هم سړک د وروستيو اورښتونو او سيلابونو له امله په بشپړ ډول تخریب شوی، چې عمومي لاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې او د پاکولو چارې يې په چټکۍ سره جريان لري.
د يادونې وړ ده، چې د يادو ولايتونو د ټولګټو رياستونو د اړوند ماشينرۍ او پرسونل پر مټ دغه مسيرونه له رسوبي مواد څخه پاک کاري او د ټرافيکو پرمخ پرانيستل شول.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د تخنيکي او مسلکي پرسونل پر مټ د هيواد د لويو لارو او سړکونو په ترميم، رغونې او بيارغونې سره درنو هيوادوالو ته بشپړې ټرانسپورټي آسانتياوې برابرې کړي.
 

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۵:۵
Background image

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د حیرتان - مزارشریف له اوسپنې پټلۍ څخه ليدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، چې د یاد وزارت یو شمیر ولایتي رئیسانو یې هم ملتیا کوله؛ بلخ ولایت ته ورسید. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۸:۳۶
Background image

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د سالنګونو لویې لارې له کاري بهير څخه ليدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د هېواد شمال ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې  د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او په شمالي او جنوبي سالنګونو کې یې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۱۰:۳۹
Background image

د تلو چارو د تنظيم رياست د اړتيا وړ 59 پايو جنراتورونو چمتو کول او تدارک د 1403 ه.ش مالي کال له پاره د باالمقطع قرارداد پر اساس.

د ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د 1403 هـ.ش کال له پاره د تلو چارو د تنظيم رياست د اړتيا وړ 59 پايې جنراتورونو د چمتو کولو او تدارک په داوطلبۍ کې چې. . .

BACK TO NEWS