د لویو لارو د بدیلو مسیرونو په هکله د ټولګټو وزارت خبرتیا!

media_admin
اطلاعیه وزارت فواید عامه در مورد مسیر های بدیل شاهراه ها!

ټولګټو وزارت د سالنګونو او کابل-کندهار لویې لارې د ترمیم او بیارغونې کار پیل کړی چې دا مهال یې د رغونې چارې عملاً جریان لري.
د مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو د تګ راتګ په موخه په سیمه کې بدیلې لارې رغول شوې دي ترڅو د کار په جریان کې وسایط له یادو بدیلو لارو څخه تګ را تګ وکړي.
ټولګټو وزارت له ټولو هېواد والو او موټرچلوونکو څخه په درنښت هیله کوي چې له یادو مسیرونو څخه د تګ راتګ پرمهال ترافیکي قوانین مراعت کړي او د بیځایه مخکې کیدو( سبقت جویۍ) څخه دې په کلکه ډه ډه وکړي؛ ترڅو د زړه بوږنونکو پیښو  څخه مخ نیوی وشي.
ټولګټو وزارت له درنو هېواد والو او موټر چلوونکو څخه غواړي چې د یادو پروژو تر بشپړیدو پورې  له حوصلې څخه کار واخلي، د دغو پروژو له بشپړیدو سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي. 

...

۱ کال 9 میاشتې ago

...

...

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۰:۵۱
Background image

د لیلام د پروسې خبرتیا!

 د۲۷۴ زړو قلمي اجناسو د پروسې د لیلام خبرتیا وړاندې کیږي،له همدې امله ټولو په شرایط برابرو شرکتونه، اشخاصو، او قانوني وګړو ته د داوطلبۍ د ګدون بلنه ورکوي، دغوښتنې سره سم  د ۱۳۰۴/۲۶/۱۲ ن . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۸:۳۶
Background image

د قرارداد د ورکړی د تصمیم خبرتیا- د بلخ، هرات، نیمروز او پکتیا ولایتونو د ۹ پایو ترازوګانو او سولري سیسټم د فعالولو د قرارداد خبرتیا!

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د بلخ، هرات، نیمروز او پکتیا ولایتونو کې د ۹ پایو ترازوګانو او سولري سیسټم فعالولو پروژه  په قرارداد ور کړي ، چې( MOPW . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۲:۵۰
Background image

د قرارداد د ورکړی د تصمیم خبرتیا-د حيرتان، آقینې او تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ لپاره د درېيو پایو ثابت سيسټم لرونکې پروژې د قرارداد خبرتیا!

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د حيرتان، آقینې او تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ لپاره د درېيو پایو ثابت سيسټم لرونکې پروژه  په قرارداد ور کړي ، چې(MOPW/1403/G . . .

Back to announcements