د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په کابل کې د قزاقستان هیواد له سفیر سره وکتل 

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۲۸
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په کابل کې د قزاقستان هیواد له سفیر سره وکتل 

 د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د قزاقستان هیواد له سفیر ګزیزاکباسوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني ښاغلي ګزیزاکباسوف ته د ښه راغلاست تر څنګ و ویل چې افغانستان او قزاقستان یوله بل سره لرغونې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري.
په دغه ناسته کې دواړو لورو افغانستان ته د سوداګریزو توکو پر لېږدولو او د افغانستان له لارې نورو هیوادونو ته د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د زیات والي او د قزاقستان هیواد ساختماني شرکتونو له لوري په افغانستان کې د زېربنایي پروژو په ځانګړې توګه د اوسپنیزې کرښې په برخه کې د پانګونې په هکله هر اړخیزې خبرې اترې وکړې.
دغه راز د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر و ویل « دامهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د زیات شمېر پروژو د سروې او ډیزاین چارې جریان لري، ملي او بهرنیو پانګوال ته په یاده برخه کې د پانګونې زمینه برابره ده او کولای شي په دغه برخه کې  ونډه واخلي.»
په پای کې دواړو لورو پر دوامداره اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره د زېربنایي پروژو په برخه کې په دوه اړخیزه همکارۍ ټینګار وکړ.

...

۱ میاشت 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۹:۵
Background image

د اوسپنې پټلۍ مرستيال او مل پلاوي په ابوظبي کې د ريل پټلۍ په نړيوال کنفرانس او نندارتون کې ګډون وکړ

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې د ريل پټلۍ په نړيوال کنفرانس او نندارتون کې ګډون وکړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۱:۲۹
Background image

د غزني – ښرنې د ۴۱ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم چارې د ۱۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت لخوا د خلکو د هوساینې او ستونزو د حل په موخه د غزني – ښرنې د ۴۱ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم چارې د ۱۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.

د یادې پروژې د پرانیستې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۲:۱۹
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۷۵۲۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د ميزان له ۴مې څخه تر ۱۰مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۷۵۲۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۷۳۸۲۵) ټنه، د. . .

BACK TO NEWS