د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په افغانستان کې د کارین ګروپ ترکي شرکت له رئیس او مل پلاوي سره وکتل

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۴:۱۲
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په افغانستان کې د کارین ګروپ ترکي شرکت له رئیس او مل پلاوي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملامحمدعیسی ثاني په افغانستان کې د کارین ګروپ ودانیز، سړک او اوسپنې پټلۍ جوړونې ترکي شرکت له هماهنګ کوونکي محترم بلال اونال او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

په یاده لیدنه کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د ترکي شرکت رئیس ښاغلي بلال اونال ته د ښه راغلاست ترڅنګ زياته کړه، چې اوسمهال په افغانستان کې د کندهار – هرات اوسپنۍ پټلۍ تفصیلي ډیزاین، د هرات – تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ او د حیرتان – هرات اوسپنې پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې جریان لري او تاسو کولی شئ چې په یاده برخه کې پانګونه وکړئ.

د لیدنې په لړ کې، په افغانستان کې د کارین ګروپ ودانیز، سړک او اوسپنې پټلۍ جوړونې ترکي شرکت له هماهنګ کوونکي بلال اونال له محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني سره د لیدنې له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې موږ د اوسپنې پټلۍ، پلونو او سړک جوړونې په برخه کې کافی تجربه لرو او موږ ترکیې ته ځو له هغه ځایه له مسلکي انجنیرانو سره بېرته راګرځو، ترڅو په یاده برخه کې د ا.ا.ا له ټولګټو وزارت سره کار وکړو.

د تولګتو وزارت سرپرست وزیر دغه راز زیاته کړه « موږ اوس مهال په هېواد کې ګڼ شمیر پروژې لرو او تاسو کولی شئ، چې د قانوني طی مراحلو وروسته د ټولګټو وزارت په پروژو کې ګډون وکړئ».

دا په داسې حال کې ده، چې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر له دې وړاندې هم د یوشمېر نورو بهرنیو شرکتونو له مسئولینو سره لیدنې ترسره کړي او یادو شرکتو په افغانستان کې د سړکونو او اوسپنې پټلۍ رغولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې وه.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS