د اوسپنيزې کرښې مرستيال د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې په ۱۲مه کنگره کې ګډون وکړ

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۱۹
0000

 
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي چين هيواد ته د خپل سفر په لړ کې د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) په ۱۲مه کنگره کې ګډون وکړ.
سږکال د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) ۱۲مه کنگره د چين هيواد په کوربتوب او ددغه هيواد د لومړي وزير د مرستيال په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د نړۍ له ۶۰ هيوادونو څخه لوړ رتبه چارواکو، د اوسپنې پټلۍ ماهرينو، کارپوهانو، څېړونکو او د اوسپنې پټلۍ د مخکښو شرکتونو مسوولينو ګډون کړی وو.
په ياده لويه غونډه کې د ګډونوالو ترمنځ په نړيواله کچه د اوسپنې پټلۍ د وروستيو انکشافاتو، پرمختګونو، ظرفيت لوړونې او عصري ټکنالوژۍ کارونې په تړاو مفصل بحثونه او نظرونه تبادله شول.
د غونډې په جريان کې د مخکښو نړيوالو شرکتونو او نهادونو لخوا د ريل پټلۍ اړوند خپلې تجربې، څېړنې، نوښتونه او نوي عصري ټکنالوژۍ د ګډونوالو سره شريکې او نندارې ته وړاندې شوې.
افغانستان د ۲۰۱۳م کال راپدېخوا د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) فعال غړيتوب لري او هڅه کوي، چې د نړيوالو ميتودونو او عصري ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخيستنې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکه معياري او ظرفيت يې لوړ کړي.
 

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۲۳
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د قیر اچونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې، چې دا مهال یې د قیر اچونې چارې پیل او جریان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۵۱
Background image

د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین – ینګي قلعه ولسوالۍ د سړک د آسفالت‌ اچوونې چارې جریان لري

د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین – ینګي قلعه ولسوالۍ د سړک د رغوونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې، چې اوس مهال یې د آسفالت‌ اچوونې چارې پیل شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۲
Background image

د زابل ولایت په مرکز، قلات ښار کې د دویم لین ۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې روانې دي

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د زابل ولایت په مرکز، قلات ښار کې د ۵ کیلومتره دویم لین سړک د رغونې چارې د ۲۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره. . .

BACK TO NEWS