د اوسپنې پټلۍ مرستیال د چین هیواد د لانژو نړیوال خشکه بندر څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۴:۳۱
د اوسپنې پټلۍ مرستیال د چین هیواد د لانژو نړیوال خشکه بندر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال محترم مولوي محمداسحاق صاحب‌زاده چین هیواد ته د سفر پر مهال د لانژو نړیوال خشکه بندر څخه د لیدنې تر څنګ د یاد بندر له مسئولینو سره هم وکتل او د اړوندو موضوعاتو په هکله یې خبرې اترې وکړې.

ياده لیدنه چې د چینایي مسئولینو سره ترسره شوه؛ پکې دواړو لورو د افغانستان د خصوصي سکټور د ودې لپاره د لازیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو، د حيرتان – مزارشريف په نایب آباد تمځای کې د خشکه بندر د رامنځته کولو او همدارنګه د یاد دهلیز له لارې د افغانستان د صادراتي توکو پر انتقال ټینګار وکړ او په پام کې ده، چې د دواړو لورو ترمنځ به د یادې موضوع په هکله تفصیلي مذاکرات ترسره شي.

د لانژو ښار د چین هیواد د کانسو ولایت مرکز دی، چې د جغرافیایي جوړښت له مخې د چین هیواد له مرکزي ولایت څخه شمېرل کیږي، د چین هیواد نړیوال خشکه بندر د لانژو ښار ستراتیژیک اهمیت ته په کتو رغول شوی دی، چې د افغانستان ډېری سوداګریز توکي د چین د بېلابېلو ولایتونو څخه د یاد بندر له لارې د قرغیزستان او ازبیکستان هیوادونو څخه په تیرېدو د ریل پټلیو په مرسته د حيرتان بندر له لارې مزار شریف ښار ته لیږدول کیږي. 

د چين – قیرغزستان – ازبیکستان او افغانستان ریلي دهلیز له دوو کلونو راهیسي فعال شوی دی، چې د ګډون کوونکو هیوادونو د تخفیف له مخې د یاد دهلیز له لارې افغانستان ته د کانټینرانو په مرسته د سوداګریزو توکو د لېږد زمینه برابره شوې ده.

دغه مسیر نه یواځې د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو توکو د لیږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کوي؛ بلکې د ریلي انتقالاتو په حجم کې يې هم زیاتوالی راوستلی دی.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۲۹
Background image

په بغلان ولایت کې د ساتنې او څارنې دوه پروژې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د بغلان ولایت د پلخمري – کندز لویې لارې د ترمیم او داغ‌ګیرۍ چارې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ازښت او د پلخمري –  دوشي لویې لارې اړوند د کفترخانې په سیمه کې د ۳۵ مترو په اوږدوالي د استنادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه‌ ییزه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان هېواد ته روان شو

د ا.ا.ا د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه ییزه غونډه کې د ګډون په موخه د قزاقستان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

BACK TO NEWS