په تېره یوه اوونۍکې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۳۴۶۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره یوه اوونۍکې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د سرطان مياشتي له ۲۰مېنيټې څخه تر سرطان ۲۶مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې له لارې (۱۰۳۴۶۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۷۵۴۹۵ ) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۸۷۲۶) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۲۲۷۲) ټنه او د خواف –هرات (۶۹۷۳) له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۱۰۳۴۶۶) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تېره یوه اوونۍکې (۱۹۳) صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه، د آنار جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.