د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د (۱۴۰۴) مالی کال لپاره د ترانسپورت او میخانیکي مقرراتو ریاست لخوا د (۵۳۵) قلمه د اړتیا وړ توکو د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

kalim_admin
پروژه تهیه و تدارک 535 قلم پرزه جات مورد ضرورت ریاست تنظیم ترانسپورت و میخانیکی بابت سال ۱۴۰۴ به اساس قرارداد چهار چوبی

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د (۱۴۰۴) مالی کال لپاره د ترانسپورت او میخانیکي مقرراتو ریاست لخوا د (۵۳۵) قلمه د اړتیا وړ توکو پروژه په قرار داد ورکړي چې تشخصيه  MOPW/1404/G-37/NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی؛ ګدون وکړي او د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.

د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلور‌لارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري کې ترلاسه کړي.

د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: ( 16/5/1404)- (10:00)  بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول(347,507)شپږ دریش زره  افغانۍ دي.

د آفر پرانيستلو نېټه: ( 16/5/1404)10:00  بجې له غرمې مخکې.)

د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت، دريم پوړ د مقام د ناستو تالار.

يادونه: که چيرې د روان کال ( 16/5/1404) نېټه د حکومت لخوا په نا‌گاهانه ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.

...

۱ کال 3 میاشتې ago

...

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۵:۲۹
Background image

قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا: د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ دوه قلمه ژمنیو سون توکو د تدارک او چمتو کولو پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د 1405 مالي کال لپاره د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ دوه قلمه ژمنیو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د اجارې ورکولو د پرېکړې خبرتیا - د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د پخوانۍ ودانۍ د ۲ جریبه او ۴ بیسوې موازي ځمکې د اجارې ورکولو خبرتیا

په همدې وسیله ټولو درنو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې د ټولګټو وزارت په پام کې لري چې د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د پخوانۍ ودانۍ ۲ جریبه او ۴ بیسوې موازي  ځمکه په اجاره ورکړي.

له ټولو . . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا: د نورستان ولایت د وانت پوچ او بدیګل کلیو د کانکریټي پل د ترمیم پروژې قرارداد

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري ترڅو  د نورستان ولایت د وانت پوچ او بدیګل کلیو د کانکریټي پل د ترمیم پروژې قراردادچې د MO . . .

Back to tenders