د تورغونډۍ بندر د پراختيا او پانګونې اړوند يوه موافقتنامه او يو تړون لاسليک شول

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۲:۲۴
د تورغونډۍ بندر د پراختيا او پانګونې اړوند يوه موافقتنامه او يو تړون لاسليک شول

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ريلي ټرانسپورټي شبکې د همغږي کولو، د دوه اړخيزه همکاريو د پراختيا، د انتقالاتو د زياتوالي او سوداګرو ته د آسانتياوو رامنځته کولو په موخه د تورغونډۍ بندر د پراختيا او پانګونې اړوند يوه موافقتنامه او د همدې موافقتنامې په اساس يو تړون لاسليک شو.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د ترکمنستان هيواد د ديميريول ګورلوشيک سهامي شرکت د رئيس محترم سردار قربانوف سره د ياد هيواد د سفير محترم خواجه عوضوف او د ټولګټو وزارت د يوشمېر رئيسانو په حضور کې يوه موافقتنامه او د همدې موافقتنامې په اساس د (۵) ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د تورغونډۍ بندر د پراختيا او پانګونې اړوند يو تړون لاسليک کړ.

د دې تړون د پروژې په متن کې، د تورغونډۍ-هرات اوسپنې پټلۍ په مسير کې د تخليې او بارګيرۍ لپاره د نويو ګودامونو او تاسيساتو ډيزاين، جوړول او فعالول شامل دي. چې د ياد مسير په وچ بندر کې تطبيق کيږي.

په ياده پروژه د ترکمنستان هيواد له لوري پانګونه کيږي، چې د افغانستان په خاوره کې به د افغانستان د قوانينو او د ترکمنستان په خاوره کې به د ترکمنستان د قوانينو له مخې عملي کېږي او تر بشپړېدو او ګټې اخيستنې ته تر سپارل کېدو وروسته به د پروژې مجموعي قيمت د همدې تاسيساتو له عوايدو څخه ترکمنستاني شرکت ته پرداخت کيږي.

د يادونې وړ ده، چې له دغو پروژو د ا.ا.ا موخه د نړۍ د نورو پرمختللو او عصري ريلي بندرونو په څېر د افغانستان ريلي بندرونه په معيارونو سمبالول او د سوداګرو د غوښتنو مطابق پراختيا ورکول دي، ترڅو له دې لارې سوداګرو ته بشپړې اسانتياوې رامنځته، ملي سوداګر راجذب او ریلي انتقالات زیات شي.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS