د ټولګټو محترم وزیر په کابل کې د اوزبیکستان هېواد له سفیر سره لیدنه وکړه

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۵
د ټولګټو محترم وزیر په کابل کې د اوزبیکستان هېواد له سفیر سره لیدنه وکړه

د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د اوزبیکستان هېواد له سفیر محترم ایبک عثمانوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اوږدمهاله اقتصادي، تجارتي، ريلي او ټولنیزو اړیکو په اړه هر اړخیزه خبرې اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني محترم ایبک عثمانوف ته د ښه راغلاست تر څنګ و ویل چې افغانستان او اوزبیکستان یوله بل سره اوږدمهاله ټولنیزې او اقتصادي اړیکې لري او د یاد هېواد له دوامداره همکاریو څخه یې مننه وکړه.

دغه راز دواړو لورو د حیرتان بندر له لارې د انتقالاتو د کچې پر زیاتوالي، د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او زېربنایي پروژو په تړاو مفصل بحثونه ترسره کړل او د اوزبیکستان هېواد سفیر وویل: « موږ د بلخ – هرات اوسپنې پټلۍ د جوړولو په پروژه کې پانګونې ته چمتو یو.»

ورپسې د ټولګټو محترم وزیر له هغوی څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې موږ هم په یاده برخه کې له تاسو سره  هر ډول همکاریو ته چمتو یو.

همدارنګه په یاده لیدنه کې د حیرتان بندر د دوستي پُل د ترمیماتو په تړاو خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو یو ګډ تخنیکي پلاوی به د ترمیماتو په موخه له یاد پُل څخه نظارت او لیدنه ترسره کړي.

په پای کې دواړو لورو د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د دوامداره اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر دوامداره همکارۍ ټینګار وکړ.

 

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۲۹
Background image

په بغلان ولایت کې د ساتنې او څارنې دوه پروژې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د بغلان ولایت د پلخمري – کندز لویې لارې د ترمیم او داغ‌ګیرۍ چارې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ازښت او د پلخمري –  دوشي لویې لارې اړوند د کفترخانې په سیمه کې د ۳۵ مترو په اوږدوالي د استنادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه‌ ییزه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان هېواد ته روان شو

د ا.ا.ا د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه ییزه غونډه کې د ګډون په موخه د قزاقستان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

BACK TO NEWS