د تورغونډۍ بندر د پراختيا او تأسیساتو د رغولو عملي چارې پیل شوې

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۵:۲۶
د تورغونډۍ بندر د پراختيا او تأسیساتو د رغولو عملي چارې پیل شوې

د هرات ولايت اړوند د تورغونډۍ بندر د پراختيا او تأسیساتو د رغولو عملي چارې د ا.ا.ا او ترکمنستان هيواد د لوړپوړي پلاوي له لوري د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې رسماً پيل شوې.

د مراسمو په جریان کې، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده وويل، چې د تورغونډۍ بندر د پراختیا پروژه په ۵۰ جریبه ځمکه کې پلې کېږي او په یاده پروژه به له 5 څخه تر ۷ میلیونه امریکایي ډالرو پورې لګښت راشي، چې د یوکال په موده کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه راز د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او د ترکمنستان هېواد د وزیرانو د کابیني د رئیس مرستیال او مل پلاوي ترمنځ د یاد بندر پر اهمیت، د شته ستونزو دحل، د انتقالاتو پرزیات والي او د تورغنډۍ – هرات بندر باندې د ترکمنستاني لوري د پانګونې په تړاو خبرې اترې وشوې.

د یادو مراسمو په لړ کې، د هرات والي محترم شیخ مولانا اسلام‌ جار او د ترکمنستان هېواد راغلي پلاوي یاده پروژه مهمه و بلله او زیاته یې کړه، چې د تورغونډۍ بندر د پراختيايي پروژې په بشپړېدو سره به د هېواد په اقتصاد کې ستر مثبت بدلون رامنځته شي.

تورغونډۍ بندر په هرات ولايت کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پر پوله موقعیت لري او د منځنۍ آسیا او افغانستان ترمنځ د تجارتي توکو د لېږد-رالېږد يو له مهمو ترانزیټي مسيرونو څخه ګڼل کېږي.

...

5 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۲
Background image

د قیصار – لامان سړک د ۵۰ کیلومتره برخې د رغونې چارې قرارداد شوې

د قیصار – لامان سړک د ۵۰ کیلومتره برخې د رغونې چارې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ او د ټولګټو وزارت د کاري پلان له مخې له یو خصوصي ساختماني او سړک جوړوونکي شرکت سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۳۹
Background image

په جدي میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۹۹۸۲۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د جدي مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۹۹۸۲۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۶۶۳۲۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۵۲۸۷. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۸:۵۷
Background image

د کاپیسا ولایت د اله‌سای ولسوالۍ د سړک د رغونې چارې د څه باندې ۶۴۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د کاپیسا ولایت د اله‌ سای ولسوالۍ د سړک د رغونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د ۶۴۹ میلیونه او ۶۸۲ زره افغانیو په ارزښت، د کاپیسا ولایت د والي محترم قاري احسان‌الله بریال، د دې. . .

BACK TO NEWS