د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تغییر او تبدیل شول
د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاستالوزرا عالي مقام د (۱۴۴۷/۶/۲۹) نېټې د (۴۵۴۱) ګڼې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر عبدالواسع صابري، چې تر دې وړاندې یې د ټولګټو وزارت د سړکونو د خوندیتوب او حریم ساتنې د رئیس په توګه دنده ترسره کوله دا مهال د اوسپنې پټلۍ د زېربناوو د ودانیزو چارو د رئیس په توګه او همدارنګه محترم الحاج مفتي محمد نسیم محمدي، چې مخکې یې د یاد وزارت د اوسپنې پټلۍ د زېربناوو د ودانیزو چارو د رئیس په توګه دنده تر سره کوله اوس د یاد وزارت د سړکونو د خوندیتوب او حریم ساتنې د رئیس په توګه تبدیل او وټاکل شول.
دغه رئیسان د ټولګټو وزارت د یو شمېر مرکزي رئیسانو په حضور کې د اړوندو ریاستونو کارکوونکو ته ورپېژندل شول.
په مراسمو کې لومړی د ټولګټو وزارت د کار کوونکو چارو رئیس ښاغلي انجنیر فضل الباري بلوڅ له لوري د ریاست الوزرا عالي مقام حکم ولوستل شو.
په پای کې اړوند مسوولينو نوموړو ته په چارو کې د لوی څښتن تعالی له دربار څخه د لا بریاوو غوښتنه وکړه.
