د ټولګټو وزارت محترم وزیر سمنګان ولایت ته د سفر پر مهال د ایبک - روی دو آب سړک څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۲:۱۴
د ټولګټو وزارت محترم وزیر سمنګان ولایت ته د سفر پر مهال د ایبک - روی دو آب سړک څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د دغه وزارت تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله، د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام په سمنګان ولایت کې د ایبک - روی دو آب سړک او یو شمېرنورو پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او د یادو پروژو د چارو روان بهیر او پرمختګ  یې و ارزوه.

نوموړي په دغه سفر کې د ایبک – روی دو آب مسیر د لومړي لاټ له ۲۰ کیلومتره سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه او د یادې پروژې د قراردادي شرکت مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د چارو د چټکتیا په موخه دې په ساحه کې د ماشینرۍ شمېر زیات کړي، ترڅو د سړک رغنیزې چارې په ټاکلي وخت بشپړې او هېوادوالو ته د تګ راتګ لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

د ایبک – روی دو آب مسیر د ۲۰ کیلومتره سړک د رغنیزو چارو له بشپړېدو او د پاتې برخو د رغنیزو چارو په دوام سره به سمنګان ولایت له بامیان ولایت سره ونښلول شي.

دغه راز، محترم وزیر صاحب په یاد ولایت کې د تاشقرغان تنګۍ او صیاد تنګۍ د استنادي دېوالونو له ترمیماتي پروژو څخه هم لیدنه وکړه. نوموړي د سمنګان ولایت د ټولګټو رئیس ته لارښوونه وکړه، چې د هېوادوالو ترانسپورتي ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي، د یاد ولایت تخریب شوي مسیرونه دې ترمیم او بیا ورغوي او د روغنیاتو د نشتوالي او نورو ستونزو د رامنځته کېدو پر مهال دې موضوع د ټولګټو وزارت له مقام سره شریکه کړي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

BACK TO NEWS