په دایکندي ولایت کې د نیلي – اشترلي سړک د ترمیم او جغل اچونې پروژه پیل شوه

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۲۵
په دایکندي ولایت کې د نیلي – اشترلي سړک د ترمیم او جغل اچونې پروژه پیل شوه

په دایکندي ولایت کې د اشترلي ولسوالۍ د سړک د ترمیم، پراخولو او جغل اچونې پروژه د ۶ میلیونه او ۶۹۹ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد او د دایکندي ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي اکرام‌الله عبدالرافع، سیمه ‌ییزو مسؤلینو او قومي مخورو په شتون کې رسماً پیل شوه.

دغه سړک د دهن قوچنقي سیمې څخه پیلېږي او د اشترلي ولسوالۍ د بند مازار تر سیمې پورې غځېږي، چې ۵ کیلومتره اوږدوالی لري او اشترلي ولسوالۍ د ولایت له مرکز سره نښلوي. د دې پروژې چارې به د ۵ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دغه سړک د چارو په بشپړېدو سره به د خلکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي او همدارنګه روغتیايي خدمتونو، ښوونیزو مرکزونو او بازارونو ته د خلکو د لاسرسي او د کرنیزو محصولاتو د اسانه لېږد زمینه به هم برابره شي.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د ترمیماتي پروژو په تطبیق سره هېوادوالو ته د اسانه او خوندي تګ راتګ زمینه برابره کړي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS