د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه ییزه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان هېواد ته روان شو
د ا.ا.ا د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه ییزه غونډه کې د ګډون په موخه د قزاقستان هېواد ته روان شو.
ټاکل شوې ده، چې د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس به په دې غونډه کې د افغانستان د اوسپنېزې لارې د اوسني وضعیت، روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په هکله وینا وکړي او د سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه به د غړو هېوادونو له استازو سره خبرې اترې وکړي.
تمه ده، چې په دې غونډه کې ګډون به د افغانستان او د ایکو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنېزې لارې په برخه کې د ګډو همکاریو، د پانګونې د فرصتونو او د سیمه ییز اتصال د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.
