د تخار ولايت له دشت قلعه تر خواجه بهاوالدين پورې د سړک رغنيزې چارې ۲۹ سلنه بشپړې شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۱۵:۱۴
د تخار ولايت له دشت قلعه تر خواجه بهاوالدين پورې د سړک رغنيزې چارې ۲۹ سلنه بشپړې شو

 

د تخار ولايت د دشت کلا او خواجه بهاوالدین ولسوالیو تر منځ غځیدلی سړک ۲۲.۷ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري.

دا سړک رغنیزې چارې د افغانستان حکومت په مالي مرسته له یوه خوصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي چې تر دې مهاله ۲۹ سلنه کاري پرمختګ لري.

یاد سړک چې ځانګړي اقتصادي او ټولنیز ارزښت لري، له بشپړیدو سره به یې د یاد ولایت ولسوالۍ له یوبل سره ونښلوي او دغه راز به د کرنې او ټرانزیټ په وده کې د پام وړ مثبت بدولون رامنځته شي.

د ټولګټو وزارت ـ کابل

د وري ۴مه ،۱۴۰۰

...

2 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د ثورې پل د ترمیم چارې د څه باندې ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د بادغیس – میمنې مسیر اړوند د ثورې په نوم تخریب شوي پل د ترمیم چارې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۱
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۲مې څخه د عقرب تر ۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۹۷۶۳۷) ټن. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۳۴
Background image

د سمنګان – بلخ لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

د سمنګان – بلخ لویه لار، چې د تېرې شپې زلزلې او غر ښویېدنې له امله د تاشقرغان تنګي په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه  د سمنګان ولایت  د ټولګټو ریاست او د ملي دفاع وزارت د پرسونل په. . .

BACK TO NEWS