د روان ۱۴۰۰ مالي کال د بوديجې د لګونې په اړه مالي او اداري غونډه تر سره شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۹ - ۱۶:۲۶
د روان ۱۴۰۰ مالي کال د بوديجې د لګونې په اړه مالي او اداري غونډه تر سره شوه


د ټولګټو وزارت د مالي او اداري مرستیال محمد حامد محبي په مشرۍ مالي او اداري غونډه تر سره شوه چې د بودیجې د مصرف او اغېزمنتوب په اړه پکې لارښونې وشوې.

د غونډي په پیل کې د ټولګټو وزارت مالي او اداري مرستيال محمد حامد محبي په نوي کال کې د پراختيایې پروژو په پيل، پلي کولو، ساتنې او څارني او د راون کال په رغنيزو چارو تفصیلي خبرې وکړې، او زياته يې کړه چې ټولې اړندي ادارې مکلفې دي چې د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د پراختيايي پروژو د بودیجې د لګونې مشخص پلان جوړ او چارې د هغه پر اساس پر مخ یوسي.

ښاغلي محبي ټولو اړوندو ریاستونو ته سپارښتنه وکړه چې د حوالو د اجرا لپاره باید د شرکتونو تخصیصات تنظیم او د شرکتونو ستونزې هوارې کړي.

د ښاغلي محبي په وینا د ټولو شرکتونو بلونهINVOICES) ) باید د ( PMIS) سیسټم له لاري کنټرول او تر سره شي او شرکتونه باید پر دې خبر کړل شي چې د هغوی اینوایسونه له دې وروسته د (پی ام آی اېس) سیستم له لارې تر سره کیږي.

د غوندي په جريان کې ریسانو او ادارو مسولينو د پراختيایې پروژو د پرمختګ، کيفيت ، څارني، تدارکاتي مسایلو، بودیجې او بیلا بېلو مسايلو په اړه خپل نظرونه څرګند او لازمې پرېکړې یې وکړې.

ټولګټو وزارت

د وري ۹مه ۱۴۰۰

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS