د روزګان بلاغ پُل رغنیزې چارې بشپړي او ګټې اخیستنې ته چمتو دی

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۵:۲۳
د روزګان بلاغ پُل رغنیزې چارې بشپړي او ګټې اخیستنې ته چمتو دی

 

د رزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند بلاغ سیمه کې یو پایه پُل چې ۷۲ متره اوږدوالی او ۷ متره سور تر څنګ ۳۵۰۰ متره د پُل ساتونکی دیوال هم لري چې اوس مهال یې رغنیزې چارې بشپړې او نږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا پُل چې د رزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار له چارچینو او دهراود ولسولیو سره نښلوي رغنیزي چارې یې د افغانستان حکومت په مالي لګښت د څه باندې ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوی چې اوس مهال یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو دی.

د یاد پُل د رغنیز کار په جریان کې د سیمو خلکو ته پر کارې بوختیاوو سربیره به اوس د سیمې خلک وکولی شې تر څو خپل کرنیز محصولات په خوندې او تر پخوا په چټک ډول ترینکوټ ښار او له هغه ځایه د هیواد نورو ولایتونو ته ولیږدوي.

همدارنګه یاد پل به د ترینکوټ ښار او ولسوالیو تر منځ به اوږد واټن لنډ کړي او دغه راز به د چارچینو او دهراود ولسیوالیو اوسېدوونکې به پوهنې او روغتیایې خدمتونو ته تر پخوا په اسانه ډول لاس رسی ولري.

د یادونې وړ ده، ټولګټو وزارت پلان لري تر څو هغو سیمو ته د سړکونو او پلونو په رغونه کې پاملرنه زیاته کړي چې تر دمه ورته لیږ یا هیڅ پاملرنه نه ده شوي.

د وري ۱۶، ۱۴۰۰

ټولګټو وزارت ـ کابل

+8

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS