د سالنګونو لويې لارې د پاتې برخو کار  د هوا په برابرېدو سره پيل کيږي

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۵:۷
د سالنګونو لويې لارې د پاتې برخو کار  د هوا په برابرېدو سره پيل کيږي

 د ا.ا.ا د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني پرون جمعه د سالنګونو د رئيس محترم حاجي فضل ربي او د پروان ولايت د ټولګټو رئيس مولوي عزت الله عارف په ملتيا د سالنګونو لويې لارې له اړوند برخو، د تونل او د ياد مسير په اوږدو کې له بشپړو شوو، پاتې برخو او د قراردادي شرکتونو د چمتوالي له بهير څخه ليدنه وکړه.

د ټولګټو سرپرست وزير د سالنګونو لويې لارې د قراردادي شرکتونو د تېرکال د پلان شویو برخو له بشپړېدو څخه د ليدنې ترڅنګ د شرکتونو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د پلان مطابق دې د پاتې برخو د کار پيل کيدو لپاره بشپړ چمتووالی ونيسي او د هوا د برابرېدو سره دې سم کار پيل کړي، ترڅو د ياد مسير پلان شوي رغنيز کارونه پر وخت بشپړ شي.

د يادونې وړ ده، چې ټولګټو وزارت تېرکال د سالنګونو لويې لارې د رغونې کار په دريو برخو کې پيل کړی وو، چې دامهال يې د تونل پر کانکريټ سربېره د ډېر شمېر ګالريو او د ګالريو ترمنخ د نښلونکو فاصلو د کانکريټ اچونې چارې بشپړې شوي دي او د خنجان-دوشي د اسفالټ اچونې ځيني چارې هم بشپړې شوي دي.

...

2 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د ثورې پل د ترمیم چارې د څه باندې ۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د بادغیس – میمنې مسیر اړوند د ثورې په نوم تخریب شوي پل د ترمیم چارې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم الحاج مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۱
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۲مې څخه د عقرب تر ۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۶۲۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۹۷۶۳۷) ټن. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۳۴
Background image

د سمنګان – بلخ لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

د سمنګان – بلخ لویه لار، چې د تېرې شپې زلزلې او غر ښویېدنې له امله د تاشقرغان تنګي په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه  د سمنګان ولایت  د ټولګټو ریاست او د ملي دفاع وزارت د پرسونل په. . .

BACK TO NEWS