د اوسپنې پټلۍ معینیت د ټولګټو وزارت څخه د مستقلې ادارې په توګه جلا او نوی رییس ورته معرفي شو
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ د اوسپنې پټلۍ معینیت د ټولګټو وزارت څخه د مستقلې ادارې په توګه جلا او د همدې حکم په اساس محترم الحاج مولوي عبد الکریم فاتح چې مخکې یې د ټولګټو وزارت د تخنیکي معین په حیث دنده ترسره کوله، د اوسپنې پټلۍ ادارې د عمومي رییس په توګه وټاکل شو او پرون د یوې غونډې په ترڅ کې معرفي شو.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د چارو ادارې لوی ریاست رییس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د اوسپنې پټلۍ نوی عمومي رییس محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د ټولګټو وزارت مالي او اداري معین محترم قاري مولوي محمد یونس راشد، د کانونو او پطرولیم وزارت مالي او اداري معین محترم مولوي محمد اسحاق صاحب زاده، ګڼ شمېر امارتي مسؤلانو، د ټولګټو ورازت رئیسانو او کارکوونکو گډون کړی وو.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه، لومړی د چارو ادارې لوی رییس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د اوسپنې پټلۍ د استقلالیت او د یادې ادارې لپاره د نوی عمومي رییس د ټاکنې اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی حکم قرائت کړ او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت یو بشپړ اسلامي نظام دی دغه راز نوموړي د ټولګټو وزارت او اوسپنې پټلۍ د اهمیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د ټولګټو وزارت تر چتر لاندې یې د اوسپنې پټلۍ ترسره شوې چارې او فعالیتونه وستایل او د مستقلې اداري په توګه یې د یادې برخې پرلا فعالیت هیله څرګنده کړه.
په دغه غونډه کې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني ټولو راغلو میلمنو ته ښه راغلاست وویل او د ټولګټو وزارت په تخنیکي معینیت کې یې د محترم فاتح صاحب ترسره کړي فعالیتونه او چارې وستایلې او په نوې دنده کې یې ورته د الله ج له در بار څخه د لا بریا غوښتنه وکړه.
نوموړي د ټولګټو وزارت تر چتر لاندې د اوسپنې پټلۍ ترسره شویو فعالیتونو په هکله وویل: «د ټولګټو وزارت تر چتر لاندې د نایب آباد ستیشن د څلورم او پنځم پورتونو ۷۵ کیلومتره پټلۍ فعاله شوې ده، د بلخ – هرات اوسپنې پټلۍ سروې هم په دغه وخت کې ترسره شوې ده، دغه راز د تورغونډۍ – هرات، هرات – فراه، فراه – نیمروز، نیمروز – هلمند، هلمند – کندهار او له کندهار څخه تر سپین بولدک پورې د اوسپنې پټلۍ مسیر د سروې او ډیزاین چارې هم د ټولګټو وزارت تر چتر لاندې ترسره شوې دي او له کندهار څخه تر کابل پورې د اوسپنې پټلۍ مسیر هم تعیین شوی دی».
همدارنګه محترم وزیر صاحب زیاته کړه چې« په یاده موده کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معینیت د څلورو بندرونو له لارې د انتقالاتو کچه لوړه شوې ده، د اقینه – اندخوی د ۱۰ کیلومتره اوسپنې پټلۍ رغنیزې چارې پیل شوې دي، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د لومړي فاز رغنیزې چارې تر ۹۸ سلنه بشپړې شوې دي، د څلورمې قطعې د دویم فاز رغنیزې چارې پيل شوې دي او دغه راز یو شمېر مهم تفاهم لیکونه له بېلابېلو هېوادونو سره لاسلیک شوي دي.
ورپسې د اوسپنې پټلۍ ادارې نوي رییس محترم الحاج مولوي عبد الکریم فاتح د خپلو خبرو پر مهال د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له اعتماد څخه مننه وکړه او نوموړي ورسپارل شوی مسؤلیت جهادی فریضه وبلله او و یې ویل، چې ورسپارل شوې چارې به په پوره صداقت، ایماندارۍ او د اړوندو مراجعو سره په همغږۍ ترسره کړي.
یاده غونډه د د عوت او ارشاد رییس محترم مولوي عتیق الله عتیق د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.
