داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د کابل ولایت برې ارغندۍ په سیمه کې د ټولپلازا د جومات بیارغولو پروژه
Publish Date
Closing Date
د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د کابل ولایت برې ارغندۍ په سیمه کې د ټولپلازا د جومات بیارغولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې پروژې د شرطپاڼې د بل احجام او تخنیکي اسنادو سافټ کاپي د افغانستان د ملي تدارکاتو محترم ریاست https://tenders.ageops.af )) د الکترونیکي ویبپاڼې له سیسټم څخه ترلاسه کړي.
داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له اصولو سره سم په مهر او تړل شوې بڼه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۶/۲۰ هـ.ش نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفرونو د پرانیستې غونډه به د ۱۴۰۵/۶/۲۰ هـ.ش نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت تعمیر، دریم منزل د غونډو په تالار کې ترسره شي.
