د تخار ولایت له دشت قلعه تر خواجه بهاوالدین ولسوالۍ د سړک جوړولو چارې ۲۸ سلنه بشپړي شوي

mopw_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۲ - ۹:۲
د تخار ولایت له دشت قلعه تر خواجه بهاوالدین ولسوالۍ د سړک جوړولو چارې ۲۸ سلنه بشپړي شوي

د تخار ولایت له دشت قلعه تر خواجه بهاوالدین ولسوالۍ د سړک جوړولو چارې ۲۸ سلنه بشپړي شوي

د تخار ولات د دشت قلعه او خواجه بهاوین ولسوالۍ تر منځ د غځېدلي ۲۲،۷ کیلومتره سړک د رغونې چارې په چټکۍ دوام لری . دا سړک د ای خانم بندر پر لور د ماورای کوکچه سړک دویمه برخه ده چې ۱۰ متره پلنوالی لري.

د سړک تړون له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره شوی چې تر دې مهاله یې چارې ۲۸،۳۸ بشپړې شوې دي.

دا پروژه د افغانستان حکومت له ملي بوديجې تمویلیږي او ځانګړي اقتصادي او ټولنیز ارزښت لري چې د دغه ولایت د ولسوالیو په نښلولو، ټرانسپورټي اسانتیاوو په رامنځته کولو او د سیمې د خلګو د اقتصادي وضعیت په ښه‌والي کې مهم رول لوبوي.

د ټولګټو وزارت ــ کابل

لړم ۲۱، ۱۳۹۹

...

7 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۹
Background image

د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې دي، چې دا مهال یې  رغنیزې چارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۸:۲۵
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل چې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲۱
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر د کابل - جلال‌آباد لویې لارې د غر ښویېدنې له سیمې (تنګي غارو) څخه لیدنه وکړه

نن شنبه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل - جلال‌آباد لویې لارې تنګي غارو سیمې ته سفر وکړ او هلته یې د غر ښویېدنې له سیمې څخه په داسې حال کې له نږدې. . .

BACK TO NEWS