د ټولګټو محترم وزیر په کابل کې د اوزبیکستان هېواد له سفیر سره لیدنه وکړه

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۵
د ټولګټو محترم وزیر په کابل کې د اوزبیکستان هېواد له سفیر سره لیدنه وکړه

د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د اوزبیکستان هېواد له سفیر محترم ایبک عثمانوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اوږدمهاله اقتصادي، تجارتي، ريلي او ټولنیزو اړیکو په اړه هر اړخیزه خبرې اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني محترم ایبک عثمانوف ته د ښه راغلاست تر څنګ و ویل چې افغانستان او اوزبیکستان یوله بل سره اوږدمهاله ټولنیزې او اقتصادي اړیکې لري او د یاد هېواد له دوامداره همکاریو څخه یې مننه وکړه.

دغه راز دواړو لورو د حیرتان بندر له لارې د انتقالاتو د کچې پر زیاتوالي، د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او زېربنایي پروژو په تړاو مفصل بحثونه ترسره کړل او د اوزبیکستان هېواد سفیر وویل: « موږ د بلخ – هرات اوسپنې پټلۍ د جوړولو په پروژه کې پانګونې ته چمتو یو

ورپسې د ټولګټو محترم وزیر له هغوی څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې موږ هم په یاده برخه کې له تاسو سره  هر ډول همکاریو ته چمتو یو.

همدارنګه په یاده لیدنه کې د حیرتان بندر د دوستي پُل د ترمیماتو په تړاو خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو یو ګډ تخنیکي پلاوی به د ترمیماتو په موخه له یاد پُل څخه نظارت او لیدنه ترسره کړي.

په پای کې دواړو لورو د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د دوامداره اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر دوامداره همکارۍ ټینګار وکړ.

 

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS