د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره وکتل

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۵:۱۳
معین خط آهن وزارت فواید عامه با نماینده ویژه رئیس‌جمهور قزاقستان دیدار نمود

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال، محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده، د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي، یرکین توکوموف، سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل، چې په کابل کې د قزاقستان سفیر محترم گزیز اکباسوف او د ټولګټو وزارت یو شمېر رئیسانو هم شتون درلود، په دغه لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او ټولنیزو همکاریو په اړه مفصلې خبرې اترې وشوې.

په دې لیدنه کې د افغانستان له لارې د مرکزي او سویلي آسیا هېوادونو د نښلولو، د تورغونډۍ–هرات او هرات–کندهار د اوسپنیزو کرښو د عملي چارو د پيل په اړه خبرې وشوې.

همدارنګه دواړو لورو ترمنځ د تورغونډۍ–هرات اوسپنې پټلۍ د رغونې په تړاو بحثونه ترسره شول، د یادې اوسپنیزې کرښې د پانګونې تفاهم‌لیک څه موده وړاندې د قزاقستان هېواد له لوري د ۵۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی وو، دا مهال د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو لخوا د یادې پروژې په تړاو د یوه چارچوبي هوکړه لیک پر سر خبرې جریان لري او د هوکړه‌ لیک له لاسلیک وروسته به یې عملي چارې رسماً پیل شي.

د لیدنې په پای کې پرېکړه وشوه، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان، قزاقستان، ترکمنستان او متحده عربي اماراتو د ترانسپورت او اوسپنې پټلۍ وزیرانو او مرستیالانو ترمنځ ناسته ترسره شي، څو د تورغونډۍ–هرات او هرات–کندهار د اوسپنې پټلۍ مسیرونو د عملي چارو د پیل او تطبیق څرنګوالی وڅېړل شي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS