په لغمان ولایت کې د قرغیو ولسوالۍ - درونټې ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د ۴۰ سلنه پرمختګ سره جریان لري

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۹:۱۷
په لغمان ولایت کې د قرغیو ولسوالۍ - درونټې ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د ۴۰ سلنه پرمختګ سره جریان لري

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ له مرکز څخه تر درونټې پورې د شاوخوا ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې او دا مهال په چټکۍ سره جریان لري.

د یاد سړک د ترمیم چارې اوس مهال  د ۴۰ سلنه فزیکي پرمختګ سره دوام لري او ټاکل شوې چې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې یاد سړک مخکې د ځينو عواملو له امله تخریب شوی وو په همدې اساس یې د ترمیم چارې پیل شوې دي.  د دې سړک په ترمیم سره به د سیمې د اوسېدونکو او مسافرو د تګ راتګ ستونزې هوارې او د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد په برخه کې به ګڼ شمېر اسانتیاوې رامنځته شي.

...

۱ کال 3 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۹:۱۷
Background image

په لغمان ولایت کې د قرغیو ولسوالۍ - درونټې ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د ۴۰ سلنه پرمختګ سره جریان لري

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ له مرکز څخه تر درونټې پورې د شاوخوا ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۰:۸
Background image

د سالنګونو لویې لارې اړوند د جنوبي سالنګ د یوې بلې برخې چارې پیل او د ټولګټو وزارت محترم وزیر د یادې لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د سالنګونو لویې لارې د بېلابېلو برخو له کاري بهیر څخه د چارو د کیفیت، پرمختګ، چټکتیا او تخنیکي معیارونو د ارزونې په موخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۱۰
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په بدخشان ولایت کې د یاد وزارت له تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، بدخشان ولایت ته ولاړ او هلته یې د یاد وزارت  د تر کار لاندې. . .

BACK TO NEWS