د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د څه باندې ۲ کیلومتره سړک رغنیزې چارې ۵۲ سلنه پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۵:۳۰
د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د څه باندې ۲ کیلومتره سړک رغنیزې چارې ۵۲ سلنه پرمختګ لري

دا اسفالټ سړک چې ۲.۳۷ کیلومتره اوږدوالی لري، د ټولګټو وزارت لخوا د کابل ښار د اوولسمې ناحیې اړوند د سولې ښارګوټې په سیمه کې جوړېږي، چې اوس مهال یې رغنیزې چارې له ۵۲ سلنه پرمختګ سره دوام لري.

د یادې پروژې د رغنیزو چارو تړون د ټولګټو وزارت او یو خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ لاس لیک شوی چې ټول مالي لګښت یې د افغانستان دولت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي.

د یاد سړک د جوړلو پرمهال د اړوند سیمې ګڼو خلکو ته د کار زمینه برابره شوې او د کار له بشپړېدو سره به یې د سیمې د خلکو ترانسپورټي ستونزې تر پخوا راکمې شي دغه راز به د چاپېریال په ښکلا او ساتنه کې هم د پام وړ رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې، د هیواد په لرو پرتو سیمو کې د ټولګټو وزارت له لوري د پخو او اساسي (اسفالټ( سړکونو ترڅنګ د جغلي سړکونو پراختیایي پروژو چارې روانې دي، چې د خلکو د ټرانسپورټي ستونزو د هوارې ترڅنګ یې د سیمې اوسېدونکو ته يې هم ګڼ کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.

د ټولګټو وزارت رسنیزدفتر

 

...

6 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

په تېره اوونۍ کې د ټولګټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې 178421مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د کب/حوت میاشتې له ۱۵مې نېټې څخه تر ۲۱مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې 178421  مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په نورمال ډول جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې تردامهاله د انتقالاتو په برخه کې هېڅ ډول خنډ شتون نه لري او د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په عادي او منظم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د ۱۴۰۳ هـ. ش کال د ۱۱ میاشتو په پرتله د سږکال د ۱۱ میاشتو په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیات والی راغلی

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حمل میاشتې له پیله د دلوې میاشتې تر پایه پورې، د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ټولټال(۵۳۸۷۵۴۹) مېټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې. . .

BACK TO NEWS