په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۵۳۴۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۲:۴۲
په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۵۳۴۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال قوس له ۲۸مې څخه د جدي تر ۴مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۵۵۳۴۵) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۱۱۳۲۱۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (  ۱۳۵۳۸) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۶۸۱۰) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۱۱۷۷۹) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۵۵۳۴۵) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۳۸۶) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه ، معدني ډبرې  دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

...

۱ کال 3 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۹:۱۷
Background image

په لغمان ولایت کې د قرغیو ولسوالۍ - درونټې ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د ۴۰ سلنه پرمختګ سره جریان لري

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ له مرکز څخه تر درونټې پورې د شاوخوا ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۰:۸
Background image

د سالنګونو لویې لارې اړوند د جنوبي سالنګ د یوې بلې برخې چارې پیل او د ټولګټو وزارت محترم وزیر د یادې لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د سالنګونو لویې لارې د بېلابېلو برخو له کاري بهیر څخه د چارو د کیفیت، پرمختګ، چټکتیا او تخنیکي معیارونو د ارزونې په موخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۵:۱۰
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په بدخشان ولایت کې د یاد وزارت له تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، بدخشان ولایت ته ولاړ او هلته یې د یاد وزارت  د تر کار لاندې. . .

BACK TO NEWS