په میدان وردګ ولایت کې د جلریز ولسوالۍ اړوند د سنګلاخ ۲.۶ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پيل شوې

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۵
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ اړوند د سنګلاخ تفریحي سیمې ۲.۶ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ۷۷.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت، د یو شمېر ځایي مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.  دغه سړک د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ له درې‌لارې څخه پیل کېږي او د خروټو کلي تر حدبخشي سیمې پورې رسېږي، چې د ۹ کاري میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یاد سړک د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي، او په بشپړېدو سره به یې د سیمې د اوسېدونکو او د

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ اړوند د سنګلاخ تفریحي سیمې ۲.۶ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ۷۷.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت، د یو شمېر ځایي مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

دغه سړک د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ له درې‌لارې څخه پیل کېږي او د خروټو کلي تر حدبخشي سیمې پورې رسېږي، چې د ۹ کاري میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یاد سړک د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي، او په بشپړېدو سره به یې د سیمې د اوسېدونکو او د یادې تفریحي سیمې ته د تلونکو سیلانیانو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

...

7 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د یاد وزارت د یو شمېر تخنیکي رئیسانو او انجنیرانو په ملتیا د کنړ ولایت له یو شمېر رغنیزو پروژو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۹:۱۵
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د جلریز ولسوالۍ اړوند د سنګلاخ ۲.۶ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ اړوند د سنګلاخ تفریحي سیمې ۲.۶ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ۷۷.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت، د یو شمېر ځایي مسؤلینو په شتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت د یفتل پایان ولسوالۍ د ۲۶ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بدخشان ولایت د یاوان، راغستان او کوهستان ولسوالیو ۲۶ کیلومتره نښلوونکي سړک د اساسي رغونې چارې د څه باندې ۶۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

BACK TO NEWS