په ۱۵ ولایتونو کې د ۱۷ نویو تلو پېرل، برابرول او نصبول او په ۳ ولایتونو کې د ۳ موجودو تلو نصبول

ashraf_admin
په ۱۵ ولایتونو کې د ۱۷ نویو تلو پېرل، برابرول او نصبول او په ۳ ولایتونو کې د  ۳ موجودو تلو نصبول

Publish Date

Closing Date

د ټولگټو وزارت پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې په ۱۵ ولایتونو کې د ۱۷ نویو تلو د پېرلو، برابرولو او نصبولو او په ۳ ولایتونو کې د ۳ موجودو تلو د نصبولو د داوطلبۍ په پروسه کې دې له (MOPW/1401/G-01/NCB) تشخیصیه لمبر سره گډون وکړي او خپل آفرونه دې د شرطنامې د مندرجو شرایطو مطابق، د اعلان له خپرېدو وروسته تر (۱۴۰۱/۰۴/۱۴) نېټې پورې وړاندې کړي.

 د شرطنامې ترلاسه کول له ادرس څخه:

د ټولگټو وزارت د تدارکاتو ریاست، پښتونستان څلورلارې، کابل-افغانستان (رسمي وختونه)

د فلش، میموري او یا د ټولگټو وزارت له وېب پاڼې څخه ترلاسه او د آفرونو تسلیمۍ د (۱۴۰۱/۰۴/۱۴) نیټې له غرمې مخکې تر 10:00 بجو پورې چې د آفرونو د تسلیمۍ وروستی وخت دی، ترسره کېږي.

 ناوخته او آنلاین وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین ټوله پیسې یو میلیون ۵۰۰ زره (۱۵۰۰۰۰۰) افغانۍ دي، چې د بانکي تضمین په توگه گرنټي/ نغدي دي.

د آفرونو د پرانیستلو وخت: د ۱۴۰۱ کال د چنگاښ ۱۴مه، د سه شنبې ورځ، له غرمې مخکې ۱۰ بجې

پته: پښتونستان واټ - د ټولگټو وزارت، د وزارت مقام د کنفرانسونو تالار

یادونه: که د آفرکشایۍ ورځ د رخصتۍ سره سمون وخوري، د یادې پروژې پرانیسته به په هماغه رسمي ورځ ترسره شي.

Documents

په ۱۵ ولایتونو کې د ۱۷ نویو تلو پېرل، برابرول او نصبول او په ۳ ولایتونو کې د ۳ موجودو تلو نصبول

...

6 میاشتې ۱ اونی ago

...

...

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۵:۴۳
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې اعلان

د ټولګټو چارو وزارت د  ۹۱۴ ګڼه او  ۱۴۴۵/۲/ ۱۳  نیټې حکم او د خوست ولایت مقام   ۳۱۶ کڼه او ۱۷-۲-۱۴۴۵ نیټې حکم په اساس د خوست ولایت ټولګټو چارو ریاست غواړي چې د خپلو وسایطو او ماشینری . . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتيا:

عنوان(د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست لخوا د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د قرارداد له مخې د اړتیا وړ پرزه جاتو تدارک او چمتو کولو) پروژه.

د ټولګټو وزارت ټولو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۳ - ۱۴:۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

 د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست لخوا د ۱۴۰۲ مالي کال د اړتیا وړ ودانیزو توکو تدارک او چمتو کول.

د ټولګټو وزارت ټولو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د (سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست . . .

Back to tenders