د تالقانو ښار دننه سړک او د بګرام له دوه لارې - جبل السراج پورې د سړک پروژې تفتیش کیږي
![د تالقانو ښار دننه سړک او د بګرام له دوه لارې - جبل السراج پورې د سړک پروژې تفتیش کیږي](/sites/default/files/2022-03/274972357_138375058676492_2052557976898444848_n.jpg)
د ټولګټو وزارت د رهبرۍ په لارښوونه، د دغه وزارت د کورنۍ پلټني ریاست اړوند دوه بیل بیل ټیمونه ګمارل شوې؛ تر څو د تخار ولایت د تالقانو ښار دننه ۵۱ کیلومتره سړک پروژه او د بګرام له دوه لارې څخه د پروان ولایت تر جبل السراج ولسوالۍ پورې د ۲۵ کیلومتره غځیدلې سړک پروژې په هر اړخیز ډول بررسي او تفتیش کړي.
دا ټیمونه به د یادو دوو پروژو د تطبیق څرنګوالی په هر اړخیز ډول بررسي او تفتیش کړي تر څو د قرارداد د شرایطو او اړوند قوانیونو له تطبیق، روڼتیا او حساب ورکولو څخه ډاډ ترلاسه شي، د تفتیش له بشپړیدلو ورسته به ګزارش د وزارت مقام ته وړاندې کړي.