د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د رغونې کار د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت لخوا پیل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۱:۱۷
کار سرک لین دوم کابل – جلال آباد از سوی وزارت فوایدعامه ا.ا.ا آغاز گردید

د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د اساسی رغونې کار د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبد الغني برادر آخوند، د ټولګټو وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د ننګر هار ولایت محترم والي، د یاد ولایت د یوشمیر مسؤلانو، مجاهدینو او قومي مخورو په شتون کې پيل شو.

په دغو مراسمو کې د ا.ا.ا د ریاست الوزراء قتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبد الغنې برادر آخوند وویل: د کابل – جلال آباد د لویې لارې دویم لین سړک د هېواد د داخلي اتصال او ځمکني ترانسپورټ په برخه کې هغه مهمه پروژه ده، چې دوه ستر تجارتي او ستراتیژیک ولایتونه کابل او ننګرهار په کمه فاصله کې یو له بل سره نښلوي.
 دغه راز الحاج ملا عبد الغني برادر آخوند زیاته کړه، د دغو دوو مهمو اقتصادي، تجارتي او ترانزیټي ښارونو ترمنځ د ترانسپورټ اسانتیا نه یوازې کورنۍ سوداګرۍ ته وده ورکوي، بلکې له سیمې او نړۍ سره زموږ د سوداګریزو اړیکو او مناسباتو په پراختیا کې هم مهم رول لري او د هېواد له ملي اقتصاد سره مرسته کولی شي.
همدارنګه نوموړي و ویل: د کابل – جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک په جوړېدو سره به د دې لارې پر لومړي لین سړک ګڼه ګوڼه راکمه او د ترافیکي پېښو کچه به راټیټه شي.

 ورپسې د ټولګټو وزارت سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د پرانيست غونډې پرمهال د یادې پروژې په تړاو هراړخيز معلومات وړاندې کړل او ويې ويل: «دغه سړک چې شاوخوا ۱۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، او له ډلې یې د ۶۵ کیلومتره سړک ۳۳ کیلومتره د ننګرهار ولایت له لوري او ۳۲ کیلومتره نوریې  د کابل ولایت له لورې له وړاندې په کانکریټي ډول رغول شوی و او  پاتې نور یې په دریو بېلابېلو سکشنونو تقسیم شوی چې لومړی سکشن يې ۲۲ کيلومتره اوږدوالی لري او نن يې کار رسماً د ټولپلازا د محصول په بدل کې پیل شو.
نوموړي دغه راز زياته کړه، که چيرې د ټولپلازا عوايد د سړک له دغې برخې څخه زيات شي، نو د دې مسير د نورو برخو د رغونې کار به هم ژر پيل کړي.

د هغه په وينا، په دې سربېره د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت يادې موضوع ته بشپړه پاملرنه کوي او هڅه کوي، چې له يوې بلې سرچينې څخه د کابل – جلال اباد د دويم لين سړک د پاتې برخو د رغونې کار تمويل کړي. 

نوموړي داهم و ويل چې یاد مسیر ډېره تاريخي نقشه او مخينه لري چې د ټرانزیټ او تجارت په برخه کې له ګاونډي هېواد پاکستان او منځنۍ آسيا سره د تګ- راتګ ستونزې تر ډېره بريده کمولی شي.

د دغه سړک د رغونې کار د ا.ا.ا په اقتصادي پلان کې شامل و، چې په رغونې سره به یې په اړوندو سیمو کې د معیاري سړک د نشتون ستونزې حل، د سیمې خلکو ته به د سوداګریزو فعالیتونو او کاري فرصتونو زمینه برابره شي او د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمښت، اقتصادي پراختیا او د سوداګرۍ او ترانزيټ په برخه کې به د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.

د کابل - جلال آباد دویم لین سړک د مملې باغ کانکریټي سړک څخه پیل د شیرزاد ولسوالۍ له ګندمک دوه لارې ، سرخ آب، جګدلک سیمو او د سروبي ولسوالۍ تیزین درې  څخه په تیریدو د کابل ولایت خاک جبار سیمې ته رسیږي.

د یادونې وړده؛ د کابل – جلال آباد دوهم لین سړک د اقتصادي دهلیز یا کَرِک (CAREC) سازمان د ګریدور یوه برخه ده، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه د طورخم له لارې له جنوبي اسیا له هېوادونو سره نښلوي.

...

۱ کال 9 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۱
Background image

د ترستکو میدل‌ایست آلمانی شرکت په افغانستان کې د سړکونو رغونې په برخه کې د ۴۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پانګونې ته ليوالتیا لري

 د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د ترستکو میدل ایست آلماني شرکت له مسؤل محترم دوکتور محمد درخشان سره په داسې حال کې وکتل چې د یاد وزارت د سړکونو د ساتنې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د ټولګټو وزارت لخوا د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د یو محراب مسجد رغنیزې چارې د څه باندې ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د ټولګټو وزارت لخوا د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د یو محراب مسجد رغنیزې چارې د ۳۲۴۴۸۹۹۶ افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې دا مهال یې کار ۱۹ سلنه فزیکي پرمختګ. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۵۷۱۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د حوت مياشتي له ۱۰مې څخه د حوت تر ۱۶مې) نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې له لارې (۸۵۷۱۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې. . .

BACK TO NEWS