په اروزګان ولایت کې د ٧٩ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګيرۍ چارې د ١٨.٥ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۳:۱۵
په اروزګان ولایت کې د ٧٩ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګيرۍ چارې د ١٨.٥ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ټولګټو وزارت له لوري په اروزګان ولایت کې د ترینکوټ - چورې ٤٢ کیلومتره سړک، د دهراود - بلاغ ٢٠ کیلومتره سړک او د چنارتو - مهرآباد ١٧ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د اروزګان ولایت محترم والي، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي آدم جان نعماني او یو شمېر سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې رسماً پیل شوې.

 یادې پروژې څه موده مخکې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د شاوخوا ١٨.٥ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې وې، چې د ترمیم او داغګيرۍ چارې یې رسماً پیل شوې.

د یادو سړکونو په ترمیم او داغګیرۍ سره به د اروزګان ولایت او اړوندو ولسواليو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS