په میدان وردګ ولایت کې د جلریز ولسوالۍ اړوند د سنګلاخ ۲.۶ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پيل شوې
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ اړوند د سنګلاخ تفریحي سیمې ۲.۶ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ۷۷.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت، د یو شمېر ځایي مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.
دغه سړک د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ له درېلارې څخه پیل کېږي او د خروټو کلي تر حدبخشي سیمې پورې رسېږي، چې د ۹ کاري میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یاد سړک د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي، او په بشپړېدو سره به یې د سیمې د اوسېدونکو او د یادې تفریحي سیمې ته د تلونکو سیلانیانو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.
