د ټولګټو وزارت محترم وزیر د فاریاب ولایت د یو شمېر ترکار لاندې پروژو او د آقینې بندر څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۹
د ټولګټو وزارت محترم وزیر د فاریاب ولایت د یو شمېر ترکار لاندې پروژو او د آقینې بندر څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني او ورسره مل تخنیکي ټیم، هرات او بادغیس ولایتونو وروسته، فاریاب ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له یو شمېر تر کار لاندې پروژو او همدارنګه د آقینې بندر څخه يې له نږدې لیدنه وکړه.

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په دغه سفر کې لومړی د میمنې ـ فردوس د ۲۵ کیلومتره سړک او فردوس ـ بلچراغ د ۲۰ کیلومتره سړک له پروژو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دغو پروژو د تطبیق بهیر وارزاوه او تخنیکي ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسؤلینو ته یې د چارو د چټکتیا او د کار د کیفیت د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

ورپسې محترم وزیر آقینې بندر ته هم سفر وکړ او د دغه بندر له کارکوونکو سره یې لیدنه او خبرې اترې وکړې. نوموړي کارکوونکو ته د اداري نظم، صداقت او امانتدارۍ، پر وخت دندې ته د حاضرېدو، د بیت‌المال د اجناسو د ساتنې او اطاعت‌ کولو په اړه اړینې سپارښتنې وکړې.

همدارنګه په دې لیدنه کې د آقینې بندر کارکوونکو خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل. محترم وزیر صاحب د هغوی د وړاندیزونو له اورېدو وروسته اړوندو برخو ته لارښوونه وکړه، څو د مطرح شویو ستونزو د حل په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.

د ټولګټو وزارت وزیر همدارنګه د آقینې ـ اندخوی اوسپنې پټلۍ د پاتې ۱۰ کیلومتره برخې د کار له بهیر څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د یادې پروژې چارې لا ګړندۍ او د ټاکل شویو معیارونو مطابق بشپړې کړي.

د یادونې وړ ده، چې په فاریاب ولایت کې د میمنې ـ فردوس د ۲۵ کیلومتره سړک، د بندر ولسوالۍ د ۲۰ کیلومتره سړک، د ګرزیوان، پښتون‌کوټ او بلچراغ ولسوالیو د ۲۰ کیلومتره سړک د رغونې او بيارغونې پروژې، د آقینې ـ اندخوی د پاتې ۱۰ کیلو متره اوسپنې پټلۍ پروژه،

د اندخوی ـ شبرغان مسیر د ۵۵ کیلو متره اوسپنې پټلۍ د تفصیلي سروې او ډیزاین پروژې تر کار لاندې دي.

په پای کې د ټولګټو وزارت محترم وزیر د فاریاب ولایت د ټولګټو ریاست اداري، تخنیکي او د کارکوونکو چارو اړوندې برخې وارزاولې، نوموړي اړوندو مسؤلینو ته د چارو د لا ښه ترسره کولو او د خدمتونو د کیفیت د لوړولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۵۱
Background image

د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین – ینګي قلعه ولسوالۍ د سړک د آسفالت‌ اچوونې چارې جریان لري

د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین – ینګي قلعه ولسوالۍ د سړک د رغوونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې، چې اوس مهال یې د آسفالت‌ اچوونې چارې پیل شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۲
Background image

د زابل ولایت په مرکز، قلات ښار کې د دویم لین ۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې روانې دي

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د زابل ولایت په مرکز، قلات ښار کې د ۵ کیلومتره دویم لین سړک د رغونې چارې د ۲۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵۱
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په لوګر ولایت کې د یاد وزارت د تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د دې وزارت یو شمېر تخنیکي رئیسانو یې هم ملتیا کوله، پرون لوګر ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې یې د ټولګټو وزارت د تر کار لاندې. . .

BACK TO NEWS