په لغمان ولایت کې د قرغیو ولسوالۍ - درونټې ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د ۴۰ سلنه پرمختګ سره جریان لري
د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ له مرکز څخه تر درونټې پورې د شاوخوا ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې او دا مهال په چټکۍ سره جریان لري.
د یاد سړک د ترمیم چارې اوس مهال د ۴۰ سلنه فزیکي پرمختګ سره دوام لري او ټاکل شوې چې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې یاد سړک مخکې د ځينو عواملو له امله تخریب شوی وو په همدې اساس یې د ترمیم چارې پیل شوې دي. د دې سړک په ترمیم سره به د سیمې د اوسېدونکو او مسافرو د تګ راتګ ستونزې هوارې او د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد په برخه کې به ګڼ شمېر اسانتیاوې رامنځته شي.
