د پروان ولایت د بګرام له دو راهی تر جبل السراج پورې د دوهم لین سړک رغنیزي چارې ۶۳ سلنه بشپړي شوي

mopw_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۹:۳
د پروان ولایت د بګرام له دو راهی تر جبل السراج پورې د دوهم لین سړک رغنیزي چارې ۶۳ سلنه بشپړي شوي

د پروان ولایت د بګرام له دو راهی تر جبل السراج پورې د دوهم لین سړک رغنیزي چارې ۶۳ سلنه بشپړي شوي

دا سړک د بګرام له دوراهي څخه پیل د پروان ولایت تر جبل السراج ولسوالۍ پورې غځیدلی، یاد سړک ۲۵.۶ کیلومتره اوږدوالی او تر ۱۰ متره ډیر پلنوالی لري، ۴ پایي پلونه 106 پايي پلچکونه لري، چې د څه باندي یونیم میلیارد افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره قرارداد شوی او په دوو لینو کې جوړیږي تر دې مهاله یې د جوړولو کار ۶۳ سلنه پرمختګ کړی چې د افغانستان حکومت لخوا تمویل کیږي.

یاد سړک د شمال ــ جنوب دهلیز له مهمو برخو څخه ګڼل کیږي چې د هیواد شمال له مرکز سره نښلوي همدارنګه اقتصادي وده، د کرنې پراختیا او د ژوند د وضعیت په ښه والي کې اغیزمن رول لري.

یاد سړک د پورته ګټو سربیره به د بګرام دوراهی، سرای مجل، سرقل اسیه، روباط، چیکل، ده مسکین، لغمانی کهنه، لغماني، قلعه خواجه، شهرچاریکار، د غوربند بندر، جنګل باغ، تتمدره، اخته چی، زیربیا، متک، قول چمچو خانه، کوه شا توتک، فرقه، میرخان، میانه ګذر او جبل سراج سیمو اوسیدونکي ترې ګټه واخلي.

د ټولګټو وزارت ـ کابل

لړم ۵، ۱۳۹۹

 

...

7 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په فاریاب ولایت کې د میمنې - فردوس ولسوالۍ د ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې روانې دي

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت اړوند د میمنې – فردوس سړک د اساسي رغونې چارې له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي، چې دا مهال عملاً جریان لري.

یاد سړک، د ۲۵ کیلومتره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د کندهار – سپین بولدک دویم لین سړک دویم لاټ رغنیزې چارې ۹۷ سلنه بشپړې شوې دي

د کندهار – سپین بولدک سړک د هېواد له مهمو او ترانزیټي مسیرونو څخه دی، چې د کندهار له مرکز څخه پیل د وېش بازار ترحدودو پورې رسیږي، د دغه سړک د دویم لین رغنیزې چارې له وړاندې پيل شوې وې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۹
Background image

د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې دي، چې دا مهال یې  رغنیزې چارې. . .

BACK TO NEWS