ټرانس - هندوکش سړک د اتصال پروژه

۱  د پروژې پیژندنه

د ټرانس - هندوکش سړک د اتصال پروژه د ټولګټو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي، چې مالي تړون یې د ۲۰۱۵ م کال د نومبر د میاشتې په ۱۴ نیټه د افغانستان اسلامي جمهوریت د مالیې وزارت او نړیوال بانک ترمنځ لاسلیک ش وی دی. دا پروژه د ۲۰۱۶ کال د جنوري میاشتې په ۳۱ پیل او د ۲۰۲۲ کال د دسمبر میاشتې په ۳۱ نیټې پای ته رسيږيد یادې پروژې بودیجه، چې په پیل کې ۲۵۰ ملیونه ډالره اټکل شوې وه د نړیوال بانک له لوري په وړیا توګه تمویل کیده؛ مګر په ۲۰۲۰ م کال کې ۱۰۰ ملیونه ډال ره د کورونا ویروس د خپریدو له امله د کورونا سره د مبارزې لپاره ولیږدول ش وې. څرنګه چې د بغلان - بامیانو س ړک د هغې بویجې د لیږدولو ورسته، چې د کورونا سره د مبارزې د پاره ځانګړې شوې وې د بودیجې د کموالي سره مخامخ ش وه، د افغانستان دولت د بغلان - بامیانو س ړک د تمویل لپاره د ۲۰ ملیونو ډال رو د اړتیا وړ بودیجې ژمنه وکړهدا پروژه اوس د بغلان - بامیانو د ۱۵۲ کیلو متره س ړک د جوړیدو او د ۳۰ کیلو متره په اوږد والي د سالنګ تونل د پورتنۍ برخې د ډیزاین مسؤلیت په غاړه لري. د بغلان - بامیانو س ړک په اوو برخو ویشل شوی، چې له لومړۍ برخې څخه تر څلورمې الف برخې په بغلان ولایت کې او له څلورمې ب برخې څخه تر شپږمې برخې پورې په بامیانو ولایت کې موقعیت لريتر دې دمه پورې د بغلان - بامیانو س ړک څلو رمې برخې قرارداد ش وی، د لوم ړی برخې چارې د ۲۴ کیلومترو په اوږدوالي سره د ۲۰۱۸ کال د جون په میاشت کې، د شپږمې برخې عملي چارې د ۲۴.۵۸ کیلومترو په اوږدوالي سره د ۲۰۱۸ کال د اپریل په میاشت کې، د دویمې برخې عملی چارې د ۲۳.۰۴ کیلو مترو په اوږدوالي سره د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په میاشت کې او د پنځمې برخې عملي چارې د ۱۹.۵۸ کیلو مترو په اوږدوالي سره د ۲۰۲۰ کال د جنوري په میاشت کې پیل شوې دي. درېیمه، څلورمه الف او څلورمه ب برخه د تدارکاتو تر پروسې لاندې ده. د شپږمې برخې قرارداد د ټولګټو وزارت له لوري د ۲۰۲۱ کال د مارچ په څلورمه د قراردادي لخوا د تکراري سرغړونې له امله د تدارکاتو کمیسیون په تصویب سره لغوه شو او همدارنګه د لومړی برخې چارې د نه بشپړیدو له امله د ۲۰۲۱ کال د فبروري په پنځمه نیټه د لومړی برخې پر قراردادي د ځنډونې جریمه وضعه شوې ده.

۲  لید لوری

د ټرانس - هندوکش سړک د اتصال پروژه د ټولګټو وزارت د پروژو څخه یوه پروژه ده او د جوړیدو هدف یې د ټ ولګټو وزارت له لید لو ري عبارت دی. د ټولګټو وزارت لی دلوری عبارت دی له: د معیاري س ړکونو پرمټ د افغانستان د ولایتونو وصل له ی وې سیمې څخه بلې سیمې سره. په افغانستان کې د س ړکونو د ی وې مصئونې او کار وړ شبکې جو ړول، چې سیمه یی زې لویې لا رې، کورنۍ لویې لا رې او د پلونو په ګډون ولایتي س ړکونه په کې شامل دي، چېخلکو ته د یوه ډې رې لویه ترانسپو رټي سیستم یوه برخه جو ړ وي.

۳  دنده

د بغلان - بامیانو س ړک د ۱۵۲ کیلومترو په اوږدوالي سره قیر کول او په معیاري توګه جوړول او د سالنګ تونل د پورتنۍ برخې تخنیکي مطالعه د اساسي بیا رغونې په موخه.

۴  هدف

د ټرانس - هندوکش سرک د اتصال پروژې هدف " د سرک له لارې د هندوکش په اوږدو کې د اتصال وده" ده.

۵  د ټولګټو وزارت په چوکاټ کې یې صلاحیتونه

د ټرانس - هندوکش س ړک د اتصال پروژه د بغلان - بامیانو س ړک د جوړولو او د سالنګ تونل د پورتنۍ برخې ډیزاین، د پروژې د ورځنیو فعالیتونو مدیریت او د قراردادي شرکتونو له لوري د تر سره شویو کارونو په سمه توګه نظارت کول دي. همدارنګه د پروژې د ورځنیو فعالیتونو مدیریت او د قرارداديانو لخوا د تر سره شويو رغونېزو کارونو د نظارت کولو مسؤلیت په غاړه لري، چې د قرارداديانو د کار په سمه توګه د څارلو لپاره، دیادې پروژې د رغونې نظارت واحد ټیمونه په دوامداره توګه په ساحه کې شتون لري او یو ټیم د اړوندې برخې د نظارت کولو مسؤلیت لري.

۶  حکومت او وګړي

د ټرانس - هندوکش سرک د اتصال پروژه د افغانستان دولت د لومړیتوب لرونکو او ملي پرو ژو څخه ده ، چې هدف یې د سرک له لارې ، د هندوکش غرونو لړۍ ، شمال، مرکز او سویل ته د ارتباط وده ورکول دي. د هندوکش د غرونو لړۍ دواړو برخو ټول اوسیدونکي په ځانګړي توګه د بغلان او بامیانو ولایتونو خلک به له دې پروژې ګټه واخلي.

۷  رولونه او مسئولیتونه

د پروژې د مدیریت ټیم د پروژې د ټول مدیریت پر غاړه لري. سربیره پردې، د رغونې کارونو د نظارت لپاره ځانګړی واحد شتون لري، چې په پروژه کې د رغونې نظارت واحد په نوم یادیږي. کوم چې د قرارداديانو د کار نظارت مسؤل دی. سربیره پردې پروژه انجینري، مالي، لوژستیک، چاپیریال او ټولنیز، نظارت او ارزونه او عملیاتي واحدونه لري، چې هر یو یې په اړونده څانګه کې ځانګړی مسؤلیت لري. UNOPS د ټرانس - هندوکش س ړک د اتصال پروژې سره د پروژې د پلې کولو مشاور په توګه همکاري کوي.

۸  زیربناوې او سرچینې

د پروژې سرچینې په د وو برخو ویشل ش وې دي:

۱ . بشري سرچینې: د پروژې ټولې بشري سرچینې ۹۳ بست ونه لري، چې په دې کې د پروژې مرکزي دفتر او د پروژې ساح وې ټیمونه شامل دي.

۲ . مالي سرچینې: د پروژې اوسنۍ بودیجه کې د بغلان - بامیانو سړک جوړولو لپاره ۱۷۰ ملیونه ډالر شامل دي، چې له هغې جملې څخه ۱۵۰ ملیون ډال ره دنړیوال بانک له لوري او ۲۰ ملیون ډال ره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له لوري ورکول کیږي.

 د ټرانس - هندوکش سړک د اتصال پروژې پلان او راپور د سند دانلود
د ۱۴۰۰ مالي کال د ترانس هندوکش سړک د پروژې کاري پلان  Click here to download
د ۱۳۹۹ کال په اړه ملت ته د دولت د حساب ورکولو او نظر غوښتنې فورم  Click here to download
   
File B2B First ESIA.pdf THRCP ESMF.pdf Segment 4B Final RAP .pdf Draft RAP-Segment-4A.pdf Final RAP-Segment-5.pdf Final RAP-Segment-3.pdf Segment 1 ESMP.pdf Segment 2 ESMP.pdf Segment 3 ESMP.pdf Segment 4A ESMP.pdf Segment 4B ESMP.pdf Segment 5 ESMP.pdf

...

11 میاشتې ago

...

...