د کابل ـ پروان لویه لار ترمیم او بیارغول کیږي

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۲:۴۲
د کابل ـ پروان لویه لار ترمیم او بیارغول کیږي

د کابل ولایت د ټولګټو ریاست له لوري د کابل ـ پروان لویه لارې دواړه لینونه له صوفیانو پله څخه د پروان ولایت تر دروازې پورې چې د ۴۰ کیلومتره اوږدوالی په اندازه بيا ځلي ترمیم او بیارغول کیږي

د یادې لويې لارې دواړه لینونه د کابل ولایت د ټولګټو ریاست د پرسونل او ماشینرۍ په واسطه ترمیم او بیارغول کیږي، چې اوس مهال یې چارې په چټکۍ سره دوام لري

ټولګټو وزارت ژمن دی؛ ترڅو د هېواد ټولي لویې لارې له پلان سره سم ترمیم او بیا ورغوي، یاد وزارت له هیوادوالو غوښتنه کوي چې د سړکونو په ساتنه او څارنه کې له دغه وزارت سره لاس یو کړي، سړکونه ملي شتمنۍ ده او ساتنه يې د هیواد د هر وګړي دیني او ملي وجیبه ګڼل کیږي

د ټولګټو وزارت رسنېز دفتر

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

BACK TO NEWS